انصار: (د مرغومی ۹ مه) د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د قزاقستان د بندیزونو له لېست څخه د طالبانو اېستل کېدو ته په غبرګون کې د دې کار هرکلی کړی.
د روسیې سپوتنیک خبري اژانس د نوموړې له قوله لیکلي چې دا اقدام به له انزوا څخه د افغانستان له وتو سره مرسته وکړي.
د روسیې دغه اژانس لیکلي چې طالبان لا هم د روسیې د بندیزونو په لېست کې دي.
ځینو نورو رسنیو د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله لیکلي چې دوی به طالبان د خپلو بندیزونو له لېسته ونه باسي.
د قزاقستان د بندیزونو له لېسته د طالبانو د ایستل کیدو اعلان، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې پرون د قزاقستان د سفیر په حواله وکړ.
د طالبانو ګڼ مشران لا هم د نړۍ د زیاتو هېوادونو د بندیزونو په لېست کې دي او له دې امله ډېرو هېوادونو ته د سفرونو اجازه نه لري.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/29305